افغانستانسیمه

بلخ: افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بلخ ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د افغانستان او ازبکستان د لوړپوړو چارواکو غونډه د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په موخه د سې‌شنبې په ورځ په بلخ کې ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د بلخ والي ملا محمدیوسف وفا، د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف او د سرخان‌دریا والي ګډون کړی و.

افغان چارواکو ازبکستان او نورو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، غوښې او نورو توکو د صادراتو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کړې او د ګمرکي ستونزو پر حل او د توکو د لېږد پر اسانتیا یې ټینګار کړی دی.

په مقابل کې، د سرخان‌دریا والي د مېوو، سکرو، غوښې، پنبې او درملو په برخو کې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی دی.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې دوو میلیاردو ډالرو ته رسېدلې او موخه دا ده چې دغه کچه په راتلونکي کال کې پنځو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

دواړو لورو همدارنګه د ترانزیټي او علمي همکاریو پر پراختیا، افغان محصلینو ته د زده‌کړو د فرصتونو پر برابرولو او د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button