نړۍ
شمالي کوریا خپله نوې چټکه تورپیډو وازمویله
شمالي کوریا اعلان کړی، چې د ختیځ سمندر په اوبو کې یې یوه نوې او چټکه تورپیډو ازمویلې او ټاکل شوې چې دغه وسلوال سیستم د ۲۰۲۷ کال له لومړیو څخه د دغه هېواد د سمندري ځواکونو په خدمت کې شامل شي.
د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاعي علومو اکاډمۍ، د توغندیو ادارې او د تورپیډو وسلو د څېړنې دفتر د دوشنبې په ورځ د دغې تورپیډو جنګي وړتیاوې ازمویلې او ارزولې دي.
د راپور له مخې، دغه ازموینه د دفاعي څېړنیزو ادارو له لوري د وسلو د ټکنالوژۍ د پرمختګ د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې ده.
پیونګیانګ وايي، د دغې تورپیډو بنسټیزه ټکنالوژي، د پیشرانه د موثریت له لوړولو او د خوځښت سیسټم د فعالیت له ښه کولو سره، تر پنځو کلونو څېړنو او له ۱۸۰ څخه د زیاتو پړاوونو ازموینو وروسته بشپړه شوې ده.








