سیمه
ترکمنستان د سرخس–ماري–سرحدآباد د چټک تګ راتګ لویې لارې د جوړولو طرحه له چینایي شریکانو سره شریکه کړه
ترکمني رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکمنستان «اوجار آسیا» شرکت د سرخس–ماري–سرحدآباد د چټک تګ راتګ لویې لارې د جوړولو او د تورغونډۍ په بندر کې د یوه لوژستیکي مجتمع د جوړولو طرحه خپلو چینایي شریکانو ته وړاندې کړې ده.
دغه طرحې د ترکمنستان او چین ترمنځ د سوداګریزې غونډې په ترڅ کې د شانګهای په ښار کې وړاندې شوې دي؛ ټاکل شوې چې وړاندیز شوې لویه لار د ایران په پوله کې سرخس، د ماري ښار او د افغانستان پولې ته څېرمه سرحدآباد ښارونه له یو بل سره ونښلوي.








