افغانستاننړۍ

د جو بایډن د خاطراتو کتاب د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له روایتونو سره خپرېږي

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د ده د خاطراتو کتاب، چې «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» نومېږي، د نومبر په ۱۷مه به خپور شي. په دغه کتاب کې د هغه د څلور کلنې ولسمشرۍ مهمې پرېکړې، د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستان څخه او د شل کلنې جګړې پای ته رسېدل هم شامل دي.

بایډن ویلي چې په دغه کتاب کې یې د امریکا کورنۍ او نړیوالې ننګونې، د غزې او اوکراین جګړې او د خپلې ادارې د مهمو پرېکړو لاملونه بیان کړي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې د سرطان ناروغۍ له امله نه شي کولای د کتاب د معرفي کولو په ټولو مرکو او غونډو کې ګډون وکړي؛ خو ډاکتران یې د درملنې بهیر ته هیله‌من دي.

#جو_بایډن #افغانستان #د_امریکا_وتل #د_خاطراتو_کتاب

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button