د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوي ځانګړي استازي سره د ریاستالوزرا د اداري مرستیال لیدنه
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له نوي ځانګړي استازي فاطمه رباب سره لیدلي او د بشري مرستو، د کډوالو وضعیت او د هېواد د اقتصادي پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
فاطمه رباب د پراختیا او کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه کړې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرولو او له کډوالو سره د مرستې په برخو کې یې د ملګرو ملتونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په مقابل کې، مولوي حنفي ویلي چې څه باندې اته میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي او اسلامي امارت د خپل توان په کچه د هغوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. نوموړي د کډوالو د حقونو د تأمین، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د سرپناه برابرولو په برخه کې د مسوولو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.








