نړۍ

راپورونه: اوکراین د روسیې په خاوره کې د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول لپاره د اسراییلو له سپوږمکیزو ترمینلونو کار اخلي

د روسیې پوځي سرچینو ادعا کړې چې د اوکراین وسله‌وال ځواکونه د روسیې په خاوره کې د اوږد واټن بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول لپاره د اسراییلي شرکت «HiSKY» له سپوږمکیزو ترمینلونو څخه کار اخلي.

د دغو راپورونو له مخې، یاد وسایل د ټیلیمیټري معلوماتو لېږد او له لرې واټن څخه د کنټرول د لارښوونو د لېږلو وړتیا لري چې له هغې ډلې د بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنې د مسیر بدلول هم شامل دي. په دې سیستم کې د معلوماتو د لېږد چټکتیا د «سټارلېنک» په پرتله کمه ده.

ویل کېږي چې د دغو ترمینلونو یوه ګټه دا ده چې د نورو سپوږمکیزو مخابراتي شرکتونو له شبکو څخه کار اخلي او په هغو سیمو کې هم د اړیکو د ټینګولو امکان برابروي چېرې چې د «سټارلېنک» پر فعالیت محدودیتونه وي.

خو د اوکراین د پوځي مخابراتو متخصص، سرګي بسکرېستنوف، د اوکرایني ځواکونو له خوا د دغو وسایلو کارول نه تایید کړي او نه یې رد کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button