افغانستاننړۍ

جرمني له اسلامي امارت سره د بشري مرستو او تخنیکي اړیکو پر دوام ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي، توبیاس کراوزه، په برلین کې د افغانستان په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو او له اسلامي امارت سره د تخنیکي اړیکو پر دوام ټینګار کوي.

نوموړي د شنبې په ورځ ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت هم د خپلې پاملرنې په مرکز کې وساتي.

کراوزه له اسلامي امارت سره تخنیکي اړیکې د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمې بللې او د افغانستان له خلکو سره یې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

دا غونډه د «افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د اسلامي امارت د پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې په ورځو په برلین کې جوړه شوې وه. ګډونوالو د افغانستان د سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو د حقونو او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د راتلونکي په اړه بحثونه او سلا مشورې وکړې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button