د اکسیوس وېبپاڼې د امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د ایران په جنوبي سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د اکسیوس خبریال باراک راوید هم راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې د توغندیو توغولو مرکزونه په نښه شوي دي.
په همدې مهال، ځینو سرچینو د ایران په جنوب کې د جاسک پر سیمه د امریکا د برید خبر ورکړی؛ خو تر اوسه د برید د کچې، اوښتو زیانونو او احتمالي مرګژوبلې په اړه خپلواک او تایید شوي جزئیات نه دي خپاره شوي.








