نړۍ
امریکا د نړیوالې جنايي محکمې پر مشر او لوړ پوړي څارنوال بندیزونه ولګول
متحده ایالاتو د نړیوالې جنايي محکمې پر مشر توموکو اکانې او د دې ادارې پر لوړ پوړي څارنوال عبدالله سایه بندیزونه ولګول.
امریکايي چارواکو ویلي چې دا اقدام د امریکا د اتباعو او ګټو د ساتنې په موخه شوی دی.
بندیزونه په داسې حال کې لګول شوي چې سایه په غزه کې د اسراییلو د جنګي جرمونو د تورونو څېړنه کوي.
امریکا د نړیوالې جنايي محکمې غړی نه دی او په دوامداره توګه یې د امریکايي اتباعو د محاکمې لپاره د ادارې له واک سره مخالفت کړی دی.
#امریکا #ICC #بندیزونه #غزه #جګړه ییز جرمونه #سفیر تلویزیون








