د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو تولید په ۲۰۲۶ کال کې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوی دی.
د راپور له مخې، د تریاکو تولید په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د کوکنارو د کرکېلې مساحت ۳۳۰ سلنه زیات شوی او له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه تر ۴۳ زره هکټاره ډېر شوی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې د کوکنارو کرکېله د افغانستان ۱۶ ولایتونو ته پراخه شوې او د هېواد شمال ختیځ د دې بوټي د کرکېلې پر اصلي سیمه بدل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرائیوي مشرې، مونیکا جوما، ټینګار کړی، چې بزګرانو ته د بدیل معیشت د فرصتونو له برابرولو پرته د کوکنارو د کرکېلې دوامداره کمول ستونزمن دي.
خو د راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو د کرکېلې او تولید کچه لا هم په ۲۰۲۲ کال کې د نشهيي توکو د بندیز له لګېدو مخکې د کچې په پرتله ټیټه ده.
#افغانستان #ملګري_ملتونه #تریاک #کوکنار #نشه_يي_توکي #بزګران








