ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د یوه تازه خپاره شوي پوځي تحقیق له مخې، د استرالیا د ځانګړو ځواکونو (SAS) یو شمېر افسران پوهېدل چې د افغان ملکي وګړو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودل کېدې، څو هغوی د جنګیالیو په توګه معرفي شي؛ خو د دې ناقانونه کړنې د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ.
دغه تحقیق، چې په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوی، په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو په منځ کې د مشرتابه جدي کمزورتیا، د پوځي انضباط له منځه تلل او د حقایقو پټول په ډاګه کړي دي.
تر دې مخکې، د بریرتون تحقیق په ۲۰۲۰ کال کې داسې باوري شواهد موندلي وو، چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ ملکي وګړي او بندیان وژلي وو.
د استرالیا د دفاعي ځواکونو قوماندان، مارک هامونډ، د تازه راپور موندنې تایید کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په جوړښت کې «جدي ناکامۍ» موجودې وې.








