په یمن کې پر یوه بازار د سعودي عربستان د هوايي برید له امله د شهیدانو شمېر ۱۴ تنو ته لوړ شو
د یمن د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي، چې د الجوف ولایت په الحزم بازار د سعودي عربستان د هوايي برید له امله د شهیدانو شمېر ۱۴ تنو ته لوړ شوی، چې درې ماشومان او دوه ښځې هم پکې شاملې دي. په دغه برید کې ۱۵ نور کسان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ټپیان شوي دي.
د دغه ویاند په وینا، د جګړو د نوې دورې له پیل راهیسې یوازې په الجوف ولایت کې ۱۰۰ کسان شهیدان شوي او ۸۶ نور ټپیان دي. نوموړي پر ملکي وګړو، استوګنیزو سیمو، خدماتي او سوداګریزو تاسیساتو بریدونه د نړیوال بشري حقونو د سرغړونې په توګه یاد کړي دي.
په همدې حال کې، د یمن د انصارالله غورځنګ یوه لوړپوړي غړي محمد البخیتي د دغه برید په غبرګون کې ویلي، چې «د سعودي د دښمن جنایتونه به بېځوابه پاتې نه شي.»
البخیتي پر عام بازار برید د یمن له خلکو سره د سعودي عربستان د دښمنۍ نښه بللې او د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه یې د دغه هېواد بېپروایي غندلې ده. نوموړي د هغو دولتونو او سازمانونو چوپتیا هم نیوکې کړې، چې د ده په وینا، د دې پېښې پر وړاندې بېتفاوته پاتې شوي دي.







