نړۍ

د امریکا په ساوانا ریور اټومي مجتمع کې اورلګېدنه؛ بېړنی حالت اعلان شو

د امریکا د سوېلي کارولاینا ایالت په ساوانا ریور ملي لابراتوار کې اورلګېدنه شوې ده. دغه لابراتوار د امریکا د انرژۍ وزارت په اټومي مجتمع کې موقعیت لري، چې له امله یې چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې یو کارکوونکی سطحي ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی. تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی اعلان شوی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې اور د چهارشنبې په ماښام، د ځايي وخت له مخې، مهار شو او د دغه مجتمع فعالیتونه بېرته عادي حالت ته وګرځېدل.

د ساوانا ریور مجتمع د ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال، د سړې جګړې په اوج کې، د اټومي وسلو لپاره د اړینو موادو، لکه پلوتونیم-۲۳۹ او ټریټیم، د تولید په موخه جوړ شو. دغه مجتمع اوس هم د اټومي موادو د مدیریت، راډیواکټیف کثافاتو او ټریټیم پورې اړوندو فعالیتونو کې مهم رول لري.

د ساوانا ریور ملي لابراتوار د دغه مجتمع په شمال لوېدیځه برخه کې موقعیت لري او د اټومي څېړنو ترڅنګ، د راډیواکټیفو موادو د پروسس او له کارول شوي اټومي سون‌توکو څخه د ایزوتوپونو د بېرته ترلاسه کولو په برخو کې هم فعالیت کوي.

#امریکا #اورلګېدنه #ساوانا_ریور #اټومي_انرژي #سوېلي_کارولاینا

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button