د اسراییلو د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ لیکود مخکې دی، خو د حکومت جوړولو سیالي لا هم روانه ده
د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ۱.۶ میلیونه رایو له شمېرلو وروسته، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند د ۲۲.۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای لري او یاشار ګوند ۱۵.۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. د اسراییلو د ۱۲م ټلوېزیوني چینل هم د ۳۱ سلنه رایو تر شمېرلو وروسته د لیکود ګوند د مخکښوالي خبر ورکړی دی.
د نتانیاهو د مخالفانو د ائتلاف مشر، ګادي آیزنکوټ، د لومړنیو پایلو له خپرېدو وروسته ویلي چې د نوي حکومت جوړولو ته چمتو دی. د رایې ورکولو له مرکزونو څخه د وتونکو رایه ورکوونکو نظرپوښتنې هم ښيي چې د هغه ائتلاف د نتانیاهو د ائتلاف په پرتله لږ مخکې دی؛ خو د دغو نظرپوښتنو پر بنسټ، هېڅ یوه لوري هم د حکومت جوړولو لپاره اړینه اکثریت رایې نه دي ترلاسه کړې.
بنیامین نتانیاهو په بیتالمقدس کې د خپلو پلویانو په غونډه کې ادعا کړې چې لیکود د هېواد تر ټولو لوی ګوند دی او ښي اړخي سیاسي جریان غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی. هغه د «ښي اړخو ملي حکومت» د جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې اسراییل باید پر عربي ګوندونو تکیه ونه کړي.
نتانیاهو همداراز ټلوېزیوني شبکې تورنې کړې چې د مخالفو ګوندونو د غوره فعالیت په اړه د وړاندوینو په خپرولو سره یې هڅه کړې چې د هغه پلویان په ټاکنو کې له ګډون څخه زړهتوري کړي. هغه ویلي چې وروستۍ پایلې به په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې اعلان شي.








