نړۍ

د اسراییلو د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ لیکود مخکې دی، خو د حکومت جوړولو سیالي لا هم روانه ده

د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ۱.۶ میلیونه رایو له شمېرلو وروسته، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند د ۲۲.۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای لري او یاشار ګوند ۱۵.۴ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. د اسراییلو د ۱۲م ټلوېزیوني چینل هم د ۳۱ سلنه رایو تر شمېرلو وروسته د لیکود ګوند د مخکښوالي خبر ورکړی دی.

د نتانیاهو د مخالفانو د ائتلاف مشر، ګادي آیزنکوټ، د لومړنیو پایلو له خپرېدو وروسته ویلي چې د نوي حکومت جوړولو ته چمتو دی. د رایې ورکولو له مرکزونو څخه د وتونکو رایه ورکوونکو نظرپوښتنې هم ښيي چې د هغه ائتلاف د نتانیاهو د ائتلاف په پرتله لږ مخکې دی؛ خو د دغو نظرپوښتنو پر بنسټ، هېڅ یوه لوري هم د حکومت جوړولو لپاره اړینه اکثریت رایې نه دي ترلاسه کړې.

بنیامین نتانیاهو په بیت‌المقدس کې د خپلو پلویانو په غونډه کې ادعا کړې چې لیکود د هېواد تر ټولو لوی ګوند دی او ښي اړخي سیاسي جریان غوڅ اکثریت ترلاسه کړی دی. هغه د «ښي اړخو ملي حکومت» د جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې اسراییل باید پر عربي ګوندونو تکیه ونه کړي.

نتانیاهو همداراز ټلوېزیوني شبکې تورنې کړې چې د مخالفو ګوندونو د غوره فعالیت په اړه د وړاندوینو په خپرولو سره یې هڅه کړې چې د هغه پلویان په ټاکنو کې له ګډون څخه زړه‌توري کړي. هغه ویلي چې وروستۍ پایلې به په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې اعلان شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button