والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا د خلیج فارس څو عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، څو د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د یوه لنډمهالي، خو سخت پوځي عملیاتو د احتمالي ترسره کېدو لپاره چمتووالی ولري.
د دغو سرچینو په وینا، د خبرداري پیغامونه د ډیپلوماتیکو او پوځي لارو لېږدول شوي دي. دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د ایران پر وړاندې د بریدونو د یوې نوې څپې لپاره د امریکا او اسراییلو د پوځي چمتووالي نښې لیدل کېږي.
خو په خپاره شوي راپور کې د برید د پیل په اړه د کومې پرېکنده پرېکړې یادونه نه ده شوې، بلکې یوازې د پوځي عملیاتو احتمال مطرح شوی دی.








