نړۍ

امریکا د مافوق صوت توغندیو د تولید لپاره ۶۹۴ میلیونه ډالري تړون لاسلیک کړ

د امریکا هوايي ځواک د لاکهیډ مارتین شرکت سره د «AGM-183A» مافوق صوت هوا نه ځمکې ته د توغېدونکو توغندیو د تولید لپاره د ۶۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.

د «سټارز اېنډ سټرایپس» خپرونې د راپور له مخې، د «B-52H سټراټوفورترس» ستراتیژیک بم غورځوونکی الوتکه کولای شي د دغو توغندیو د توغولو اصلي مرکز وي او د «B-1B لېنسر» بم غورځوونکې الوتکه هم د دغو توغندیو د ازمېښت لپاره په پام کې نیول شوې ده.

دغه تړون د سپټمبر په ۲۹مه لاسلیک شوی، خو تر اوسه د فرمایش شویو توغندیو شمېر او د سپارلو نېټه یې نه ده اعلان شوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button