نړۍ

فرانسه؛ د ژېړ واسکټونو په اعتراضونو کې تر ۵۰۰ ډېر ټپیان او ۱٬۴۳۵ کسان نیول شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، لوران نونز، ویلي چې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد د ژېړ واسکټونو غورځنګ د شنبې ورځې د لاریونونو پر مهال تر ۵۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي او لږ تر لږه یو زر او ۴۳۵ کسان نیول شوي دي. د هغه په وینا، په ټپیانو کې ۲۶۷ تنه د امنیتي ځواکونو غړي او تر ۲۵۰ ډېر لاریونوال شامل دي.

د نوموړي په وینا، د تولوز، رنس او کلرمون‌فران ښارونو کې درې کسان سخت ټپیان شوي دي؛ خو هغه ادعا کړې چې په لاریونونو کې کومه لویه پېښه نه ده رامنځته شوې.

نونز د فرانسې په شاوخوا ۱۰ سیمو کې د تګ راتګ د محدودیتونو د دوام دفاع کړې او ویلي یې دي چې سیمه‌ییز چارواکي د عامه نظم د ګواښلو په صورت کې دغه ډول محدودیتونه لګولی شي.

هغه زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې د وضعیت د پام وړ بدلون تمه نه کېږي. نوموړي همداراز د نیس او مون‌پلیه ښارونو کې د ژېړ واسکټونو د غورځنګ د مخالفینو او غړو ترمنځ د نښتو په اړه ویلي چې پولیسو د غورځنګ د مخالفینو ساتنه نه ده کړې. هغه دا هم منلې چې فرانسوي چارواکو د اکتوبر په ۱۷مه د اعتراضونو د مدیریت پر مهال ځینې تېروتنې کړې وې.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، لوران نونز، د جمعې په ورځ د ایولین ولسوالۍ په تراپ ښار کې برید یو ترهګریز اقدام بللی چې د توکمپالنې انګېزه یې لرله. د هغه په وینا، بریدګر غوښتل هغه کسان په نښه کړي چې بهرنی شالید لري.

نونز ټینګار کړی چې ان که د بریدګر پر شیزوفرینیا د اخته‌والي احتمال هم مطرح وي، د هغه په اند، دا موضوع د برید د ترهګریز اقدام په توګه پر طبقه‌بندۍ اغېز نه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button