افغانستان
د بانکي حسابونو محدودیتونه به د روان کال تر پایه په بشپړه توګه لرې شي
د افغانستان بانک لومړی مرستیال، صدیقالله خالد، وایي چې دغه بانک په پام کې لري د روان کال تر پایه د هېوادوالو پر بانکي حسابونو لګول شوي ټول محدودیتونه لرې کړي.
د ښاغلي خالد په وینا، په روان کال کې په بانکونو کې د خلکو د سپماوو کچه پنځه میلیارده افغانۍ زیاته شوې ده. هغه زیاته کړه چې دغه بانک پلان لري په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او سوداګریزو مرکزونو کې بانکي او مالي خدمتونه پراخ کړي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال همداراز وویل، چې د هېواد شپږو سوداګریزو بانکونو د اسلامي بانکوالۍ شرایط په بشپړه توګه پوره کړي دي او ټاکل شوې چې ډېر ژر دغو بانکونو ته د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د فعالیت بشپړ جوازونه ووېشل شي.
#دافغانستان_بانک #بانکي_حسابونه #اسلامي_بانکوالۍ #بانکي_خدمتونه #افغانستان








