سیمهنړۍ

د صهیونیستي ځواکونو له خوا د الخلیل په سنجر سیمه کې چاپه؛ شاوخوا ۴۰ فلسطینیان نیول شوي

د لوېدیځې غاړې پر سیمو د یرغلونو په دوام، د صهیونیستي رژیم پوځیان د الخلیل ښار سنجر سیمې ته ننوتل او د فلسطینیانو کورونه یې تلاشي کړل.

د صهیونیستي رژیم ۱۲م ټلوېزیوني چینل راپور ورکړی، چې د دغه رژیم پوځیانو په الخلیل کې د شاوخوا ۲۰۰ ځایونو له پلټلو وروسته هېڅ ډول وسله یا پوځي تأسیسات نه دي موندلي.

د صهیونیستي رژیم د پوځ په وینا، د دغه رژیم ځواکونو د لوېدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې پر شاوخوا ۴۰ کلیو او ۴۰۰ ځایونو چاپې وهلې دي. د دغو یرغلونو پر مهال شاوخوا ۴۰ فلسطینیان د پاروونکو فعالیتونو او له حماس او اسلامي جهاد غورځنګونو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button