سیمه

د یمن د صعده ولایت پر بېلابېلو سیمو د سعودي عربستان هوايي بریدونه

د المیادین شبکې خبریال راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په شمال کې د صعده ښار ختیځې سیمې پنځه ځله او د دغه ولایت په لوېدیځ کې د سحر سیمه درې ځله هوايي بریدونه کړې دي.

په همدې حال کې، له انصارالله سره تړلو رسنیو هم د صعده ښار په ختیځو څنډو کې د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی. تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button