نړۍ
د روسیې شمالي سمندري ځواکونه په قطب شمال کې د پوځي تاسیساتو د ساتنې لپاره تمرینات کوي
د روسیې شمالي سمندري ځواکونو د قطب شمال په سیمه کې د دغه هېواد د پوځي زېربناوو او تاسیساتو د ساتنې په موخه پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
د دغو تمریناتو د سناریو له مخې، د یوه فرضي دښمن جنګي بېړیو هڅه کوله چې په دې سیمه کې د روسیې پوځي تاسیسات په یوه ټاپو کې ونیسي؛ روسي ځواکونو د دې ګواښ پر وړاندې د مقابلې تمرینونه ترسره کړل.
دغه پوځي تمرینات په سختو هوايي شرایطو کې ترسره شول چې واوره ورېده او د بادونو سرعت په یوه ثانیه کې تر ۳۰ مترو پورې رسېده.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








