نړۍ

په چین کې زوروره زلزله؛ په تبت کې ۱۶ کسان مړه او ۶۵ نور ټپیان شوي

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تبت په سیمه کې د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او ۶۵ نور ټپیان دي. د ژغورنې عملیات او د اوښتو زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.

دغه زلزله د پنجشنبې په ماښام، د تلې په ۳۰مه، د ناګچو په سیمه کې رامنځته شوې ده. د زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ ژوروالي کې او د تبت له مرکز لهاسا ښار څخه شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره واټن کې و. د زلزلې ټکانونه په شاوخوا سیمو کې هم احساس شوي دي.

د چین د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۳۳۹ کورونه او د څارویو ۲۰ غوجلونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي. د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې له ۱۲ زرو ډېر کسان له زیانمنو سیمو څخه خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او تر ۳۰۰ ډېر پولیس د مرستې رسولو او د ودانیو د ارزونې لپاره سیمې ته استول شوي دي.

همداراز، له اصلي زلزلې وروسته سلګونه پس‌لړزې هم ثبت شوې دي. سیمه‌ییز چارواکي په زیانمنو سیمو کې د اوښتو زیانونو او د مرستندویو اړتیاوو ارزونه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button