افغانستاننړۍ

یوناما په بامیان کې د ملګرو ملتونو پر یوه کارکوونکي د امنیتي پېښې خبر ورکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) تایید کړې چې پرون یې په بامیان ولایت کې د ملګرو ملتونو پر یوه کارکوونکي د یوې امنیتي پېښې د رامنځته کېدو په اړه راپور ترلاسه کړی دی.

دې ادارې رسنیو ته ویلي چې د یادې پېښې په اړه د نورو معلوماتو په راټولولو بوخته ده او د ملګرو ملتونو کارکوونکي په دې پېښه کې زیان نه دی لیدلی.

یوناما تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button