افغانستان
هبتالله اخندزاده پر یووالي، اسلامي اخلاقو او د دولتي امکاناتو پر سمې کارونې ټینګار وکړ
د اسلامي امارت مشر، شیخ هبتالله اخندزاده، د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو ته په خپله وینا کې د لمانځه پر ادا کولو، د دیني علومو پر زدهکړې، د اسلامي اخلاقو پر رعایت او د ځواکونو ترمنځ د یووالي پر ساتلو ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، هغه د دې قول اردو له ځواکونو غوښتي چې قرآن کریم زده کړي، خپلو مشرانو او استادانو ته درناوی ولري او له قومپالنې او اختلافاتو څخه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت مشر همداراز د بیتالمال، موټرو او وسلو پر سمې کارونې ټینګار کړی او له ځواکونو یې غوښتي چې له دولتي امکاناتو څخه له بېځایه کار اخیستلو ډډه وکړي.
#افغانستان #هبت_الله_اخندزاده #۲۰۵_البدر_قول_اردو #اسلامي_امارت #یووالی #بیت_المال








