د اسلامي همکاریو سازمان په دوحه کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ډلې په غونډه کې د ګډون خبر ورکړی او یو ځل بیا یې د افغانستان له خلکو څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په دې غونډه کې د اړوندو پرېکړهلیکونو پر بنسټ د افغانستان په اړه د دغه سازمان اساسي لومړیتوبونه روښانه کړي دي. په دغو لومړیتوبونو کې د نجونو زدهکړې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، تغذیه او د خوړو خوندیتوب، او د بشري او اقتصادي مرستو برابرول شامل دي.
دغه سازمان همداراز د یادو برخو په اړه د افغانستان له اوسني حکومت سره پر رغنده تعامل خپلې ژمنې ته بیا ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان له نړیوالو شریکانو، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې سره د همکارۍ پر دوام هم ټینګار کړی، څو افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې په منظم او همغږي ډول برابرې شي.








