افغانستاننړۍ

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو سازمان په دوحه کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ډلې په غونډه کې د ګډون خبر ورکړی او یو ځل بیا یې د افغانستان له خلکو څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په دې غونډه کې د اړوندو پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ د افغانستان په اړه د دغه سازمان اساسي لومړیتوبونه روښانه کړي دي. په دغو لومړیتوبونو کې د نجونو زده‌کړې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، تغذیه او د خوړو خوندیتوب، او د بشري او اقتصادي مرستو برابرول شامل دي.

دغه سازمان همداراز د یادو برخو په اړه د افغانستان له اوسني حکومت سره پر رغنده تعامل خپلې ژمنې ته بیا ټینګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان له نړیوالو شریکانو، په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې سره د همکارۍ پر دوام هم ټینګار کړی، څو افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې په منظم او همغږي ډول برابرې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button