سیمهنړۍ

محسن رضايي: ایران خپلو شرطونو ته تر رسېدو پورې خبرو اترو ته نه راګرځي؛ د جګړې د بیا پیل په صورت کې پراخ پلان لرو

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، محسن رضايي، له «ډراپ‌سایټ» رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې پر ایران پوځي بریدونه لګښت لري او تهران د جګړې د دوام په صورت کې د ځواب ورکولو اړین توان لري. هغه زیاته کړې چې ایران په تېرو پړاوونو کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه نه ده اخیستې او د راتلونکو پړاوونو لپاره هم چمتووالی لري.

رضايي خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام ښايي د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د انرژۍ بازارونه له بې‌ثباتۍ سره مخ کړي. د هغه په وینا، جګړې لا هم پر سیمه‌ییزو اړیکو اغېز کړی او د خلیج هېوادونه له ایران سره د خپلو اړیکو د بیا تعریفولو په حال کې دي.

هغه همدارنګه ویلي، که جګړه یو ځل بیا پیل شي، نو پراخ پلانونه به عملي شي او په سیمه کې د امریکا ځینې شتمنۍ، د بېلګې په توګه کېبلونه، د معلوماتو مرکزونه او د مصنوعي ځیرکتیا تأسیسات، ښايي په نښه شي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي د هرمز تنګي پر ستراتیژیک اهمیت په ټینګار سره ویلي، چې د دې سمندري لارې مدیریت د تهران لپاره یوازې د محصولاتو د ترلاسه کولو موضوع نه ده، بلکې امنیت، بیمه او د چاپېریال ساتنه هم د دې لارې له مهمو مسئلو څخه دي.

رضايي ټینګار کړی، چې ایران د منځګړو له لارې اووه نوي شرطونه وړاندې کړي دي او د دغو شرطونو تر عملي کېدو پورې به نه د هرمز تنګی پرانیزي او نه به خبرو اترو ته راوګرځي. د هغه په وینا، تهران داسې یوې هوکړې ته اړتیا لري چې په جوړښت کې یې عملي تضمینونه شامل وي، نه داسې هوکړه چې یوازې د مقابل لوري پر سیاسي ښه نیت تکیه ولري.

هغه زیاته کړې، که واشنګټن پر خپلو ژمنو عمل وکړي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د ډیپلوماسۍ د دوام امکان شته؛ خو ایران به د مقابل لوري د ژمنو تر عملي کېدو مخکې له خپل فشار اچوونکي اهرم څخه لاس وانخلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button