د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، ویلي چې د پنجشنبې په ورځ (د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې ۳۰مه) د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ او د ایران د اوسپنې پټلۍ د شبکې له لارې د پنبې یوه ۶۰۰ ټنه بار ترکیې ته صادر شوی دی.
د ټولګټو وزارت په وینا، د دې بار لېږد د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوی او د هېواد د ټرانزیټي ظرفیتونو د کارونې او د صادراتي لارو د پراختیا ښکارندوی دی.
د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ د افغانستان له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي، چې له ایران سره د افغانستان د نښلولو ترڅنګ، د سیمې د اوسپنې پټلۍ د شبکې له لارې نورو هېوادونو ته هم د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابروي.
د اوسپنې پټلۍ د شبکو پراختیا کولای شي د توکو د لېږد لګښتونه او وخت راکم کړي، صادرات زیات کړي او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي.






