واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا پوځي قوماندانان د ډونالډ ټرمپ د حکومت د هغه راپور خپرېدو ته په تمه دي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه چمتو شوی دی. دغه راپور ښايي د امریکا د منځمهاله ټاکنو په نږدې کېدو سره، په افغانستان کې د دې هېواد د شل کلنې جګړې د پای ته رسېدو په اړه بحثونه یو ځل بیا راپورته کړي.
تمه کېږي چې د دغه راپور په خپرېدو سره به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر او په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسولو اړوند پرېکړې یو ځل بیا د پام وړ وګرځي.








