افغانستاننړۍ

جرمني په پاکستان کې د مېشتو ۳۲ افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړل

د جرمني حکومت په پاکستان کې د مېشتو ۳۲ افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي؛ هغو افغانانو ته مخکې جرمني ته د لېږد ژمنه شوې وه.

تر دې مخکې د جرمني اساسي قانون محکمې حکم کړی و چې د دغه هېواد حکومت نه شي کولای د هرې دوسیې له جلا ارزونې پرته، د زیان‌منونکو افغانانو د لېږد غوښتنلیکونه رد کړي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د محکمې له حکم وروسته یې یادې دوسیې په جلا توګه ارزولې دي، خو په پای کې یې د ټولو ۳۲ افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button