سیمه
د یمن پر استوګنیزو سیمو په برید کې درې ماشومان شهیدان او لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان شوي
د یمن سیمهییزو سرچینو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په برید کې د ذمار ولایت د ضورانآنس ولسوالۍ د قاعالحقل سیمې په العر او برزاء کلیو کې پر استوګنیزو کورونو د برید له امله درې ماشومان شهیدان شوي او لږ تر لږه ۱۷ نور کسان ټپیان شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، په ټپیانو کې اووه ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي چې یوه یې امیندواره ده. راپورونه ښيي چې په دې برید کې له کلستر بمونو څخه هم کار اخیستل شوی دی.
سیمهییزو سرچینو همداراز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د شنبې په ورځ د تعز ولایت یو روغتیايي مرکز په نښه کړی دی؛ خو د دې برید د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.







