سیمه
سعودي عربستان د آرامکو پر مرکزي ودانۍ د برید او اورلګېدنې پخلی وکړ
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت د چهارشنبې په سهار تأیید کړه چې د دغه هېواد د تېلو شرکت آرامکو پر مرکزي ودانۍ د ظهران په ښار کې برید شوی او له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
بلخوا، د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې اعلان کړی چې د یمن پورې تړل شویو کروز توغندیو د لګېدو له امله په ریاض ښار کې څلور کسان ټپیان شوي او ۱۵ ودانۍ زیانمنې شوې دي.
تر دې مخکې، بلومبرګ خبري شبکې د سېشنبې په ماښام خبر ورکړی و چې د یمن د پوځ توغندي د ظهران په ښار کې د آرامکو پر مرکزي ودانۍ لګېدلي دي.
عراقي رسنۍ «نایا» هم د توغندیز برید وروسته د ظهران په ښار کې د آرامکو له تاسیساتو څخه د لوګي د لوړو ستنو پورته کېدو انځورونه خپاره کړي دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








