نړۍ
امریکا د تامیر توغندیو لومړۍ جوپه، چې په دغه هېواد کې جوړ شوي، اسرائیلو ته وسپارله
نیوزمکس شبکې راپور ورکړی، چې امریکا د «اوسپنیزې ګومبدې» دفاعي سیسټم اړوند د «تامیر» رهګیري توغندیو لومړۍ جوپه، چې د دغه هېواد په خاوره کې تولید شوي، د اسرائیلو رژیم ته سپارلې ده.
د راپور له مخې، د توغندیو د سپارلو مراسم د ارکنزاس ایالت په یوه نوې پوځي تاسیساتو کې ترسره شوي دي؛ دغه تاسیسات د ۶۳ میلیون ډالرو په پانګونې جوړ شوي دي.
دغه اقدام د امریکا او د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم ترمنځ د پوځي همکاریو یوه برخه بلل شوې، چې موخه یې د «اوسپنیزې ګومبدې» هوايي دفاعي سیسټم لپاره د رهګیري توغندیو تولید او برابرول دي.








