د هرات والي مولانا اسلامجار د ایران له یوه پلاوي سره، چې مشري یې د ایران د اسلامي شورا د مجلس استازي محمد محسن زنګینه کوله، لیدلي او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه یې خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د فراه والي محمد حافظ مجاهد او د نیمروز والي عبدالمنان محمود په حضور کې ترسره شوې ده. دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا او د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې له سرحدي ظرفیتونو څخه پر لا ډېرې ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.
د هرات والي په دې لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت په اقتصادي، صنعتي او سوداګریزو برخو کې پرمختګونه کړي او په هېواد کې د بنسټیزو تاسیساتو لویې پروژې هم روانې دي. نوموړي همداراز د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې لاسته راوړنې یادې کړې دي.
اسلامجار له ایراني پلاوي غوښتي، چې د اسلامقلعه، ابونصر فراهی بندرونو او د نیمروز د سرحد له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا ته زیاته پاملرنه وکړي. د نوموړي په وینا، دغه بندرونه د شپې او ورځې پرلهپسې فعالیت ته چمتو دي.
په همدې حال کې، محمد محسن زنګینه د افغانستان د خلکو له مېلمهپالنې مننه کړې او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او د هرات، فراه او نیمروز د سرحدي لارو له لارې د توکو د لېږد پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.








