افغانستانسیمه

د قرغزستان ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د سیمې د هېوادونو پر دوامدار ملاتړ ټینګار وکړ

د قرغزستان ولسمشر صادیر جاپاروف د منځنۍ اسیا او اذربایجان هېوادونو د مشرانو په مشورتي غونډه کې د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ او مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

جاپاروف ویلي، چې یو باثباته او ارام افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی او د ترهګرۍ، نشه‌يي توکو قاچاق او سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې ګډې همکارۍ باید پراخې شي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ او مرستو په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button