د بلخ د تاریخي او ګرځندوییزو ځایونو د انځورونو نندارتون جوړ شو
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت د تاریخي، کلتوري او ګرځندوییزو ځایونو د پېژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو په موخه، د بلخ ولسوالۍ د نهګنبد تاریخي جومات په بڼ کې سیمینار او د انځورونو نندارتون جوړ کړ.
په دې نندارتون کې د بلخ د یو شمېر تاریخي، کلتوري او طبیعي ځایونو انځورونه نندارې ته وړاندې شول او د ګرځندوی د پراختیا، د تاریخي آثارو د لا ښه پېژندنې او سیلانیانو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې.
کلتوري مسوولانو او د ګرځندویي شرکتونو استازو بلخ د پراخو تاریخي او طبیعي وړتیاوو لرونکی ولایت وباله او د دغو وړتیاوو پر لا ښې پېژندنې او سیلانیانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو یې ټینګار وکړ. د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس هم د ګرځندوی د پراختیا او له ګرځندویي شرکتونو سره د همکارۍ لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړ.
بلخ څو زره کلن تاریخي شالید لري، له ۱۰۰ څخه ډېر تاریخي او کلتوري آثار او همدارنګه ګڼ شمېر طبیعي او ګرځندوییز ځایونه لري.







