نړۍ
په ټکساس کې د ټرمپ په انتخاباتي غونډه کې پرلهپسې اعتراضونه
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا د ټکساس ایالت په سنانتونیو ښار کې د جمهوري غوښتونکو په یوې انتخاباتي غونډه کې د یو شمېر ګډونوالو له پرلهپسې اعتراضونو سره مخ شوه.
د وینا په لومړیو ۱۵ دقیقو کې لږ تر لږه شپږو اعتراض کوونکو په چیغو، ملنډو او مسخرو سره څو ځله د ټرمپ وینا پرې کړه.
ټرمپ د دغو اعتراضونو په غبرګون کې ادعا وکړه چې اعتراض کوونکو ته د وینا د ګډوډولو لپاره پیسې ورکړل شوې دي او له هغوی یې وغوښتل چې تالار پرېږدي.
دغه غونډه د امریکا د کانګرس د منځمهاله ټاکنو په درشل کې ترسره شوې ده.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








