افغانستان

په هرات ښار کې د سلګونو امنیتي کمره‌ګانو د فعالیت پیل

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په هرات ښار کې سلګونه امنیتي کمرې فعالې شوې او د دغه ښار د پام وړ برخې په پرمختللو امنیتي څارنیزو سیستمونو سمبالې شوې دي.

د دغه وزارت مسوولان وايي، د دې سیستم فعالول د خلکو د اړتیا او غوښتنې پر بنسټ ترسره شوي او له امنیتي منسوبینو او ښاریانو څخه یې غوښتي چې د دغو تجهیزاتو په ساتنه او اغېزمنه کارونه کې همکاري وکړي.

د هرات امنیه قوماندان ویلي چې د دغو کمره‌ګانو نصب د امنیت د پیاوړتیا، د جرمونو د مخنیوي او د جرمي پېښو د پېژندنې او تعقیب د اسانتیا په موخه ترسره شوی دی.

د مسوولانو په وینا، د هرات ښار په نورو برخو او د دغه ولایت په ولسوالیو کې د امنیتي کمره‌ګانو د نصب او فعالولو بهیر به هم دوام وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button