د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال، صدراعظم عثماني، د روسي شرکت «TEXHOTEKC» له اجرائیوي رییس، آدامیان سورن راچیکوویچ، سره لیدلي او په افغانستان کې یې د کرنې او کیمیاوي سرې د تولید په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.
د دغه روسي شرکت اجرائیوي رییس په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې په لومړي پړاو کې به کیمیاوي سره له روسیې څخه افغانستان ته وارد شي.
د هغه په وینا، په دویم پړاو کې دغه شرکت په پام کې لري چې په افغانستان کې د کیمیاوي سرې د تولید فابریکه جوړه کړي.








