د سوخو-۳۴ جنګي الوتکو د نوې جوپې په سپارلو سره د روسیې هوايي ځواک پیاوړی شو
د نووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې دولتي شرکت «روستک» ویلي چې د سوخو-۳۴ جنګي-بمبارد کوونکو الوتکو نوې جوپه، چې د روسیې د متحدې الوتکو جوړونې شرکت له خوا تولید شوې، د دغه هېواد هوايي-فضايي ځواکونو ته سپارل شوې ده.
روستک ویلي چې دغو الوتکو د ځمکنیو او الوتنیزو ازموینو ټول پړاوونه بشپړ کړي او د دندې سیمې ته لېږدول شوې دي.
سوخو-۳۴ د جنګي الوتکې او بمبارد کوونکې الوتکې دواړو دندې ترسره کولای شي او د ځمکنیو، سمندري او هوايي اهدافو په نښه کولو وړتیا لري. دغه الوتکه په نامساعدو هوايي شرایطو او هغو سیمو کې د کارونې لپاره هم طرحه شوې چې د هوايي دفاعي سیستمونه پکې فعال وي.
د روستک په وینا، د سوخو-۳۴ ډیزاین لا هم د جنګي تجربو پر بنسټ د پرمختګ په حال کې دی او د دغو الوتکو د نویو جوپو تولید دوام لري.
د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې هم د روسیې د متحدې الوتکو جوړونې شرکت د سوخو-۵۷ پرمختللو جنګي الوتکو د یوې جوپې د روسیې هوايي-فضايي ځواکونو ته د سپارلو خبر ورکړی و؛ د دغه شرکت په وینا، نوې سوخو-۵۷ الوتکې هم د اوکراین په تړاو د روسیې په پوځي عملیاتو کې کارول شوې دي.








