سپوتنیک خبري اژانس د روسیې د حکومت د مطبوعاتي دفتر په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې یې د دوهاړخیزې همکارۍ پر لرلید خبرې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۵ برابره زیاته شوې ده.
په دې لیدنه کې سوداګري، انرژي، پانګونه او د «شمال–جنوب» نړیوال ترانسپورتي دهلېز د پراختیا په برخه کې همکاري د خبرو له مهمو محورونو څخه وو.
دواړو لورو هوکړه کړې چې د ګډو پروژو په اړه بینالحکومتي خبرې اترې به دوام ومومي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ به تعامل لا زیات شي.








