افغانستاننړۍ

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري ۲.۵ برابره زیاته شوې

سپوتنیک خبري اژانس د روسیې د حکومت د مطبوعاتي دفتر په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک، د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې یې د دوه‌اړخیزې همکارۍ پر لرلید خبرې کړې دي.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۵ برابره زیاته شوې ده.

په دې لیدنه کې سوداګري، انرژي، پانګونه او د «شمال–جنوب» نړیوال ترانسپورتي دهلېز د پراختیا په برخه کې همکاري د خبرو له مهمو محورونو څخه وو.

دواړو لورو هوکړه کړې چې د ګډو پروژو په اړه بین‌الحکومتي خبرې اترې به دوام ومومي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او اقتصادي فعالانو ترمنځ به تعامل لا زیات شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button