سیمهنړۍ

روبیو: واشنګټن به له سعودي عربستان سره خپلو امنیتي ژمنو ته ژمن پاتې شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، سعودي عربستان به په یمن کې خپل ملاتړ شوی حکومت ته اجازه ورنه کړي چې حوثیان د باب‌المندب تنګي کنټرول په لاس کې واخلي؛ نوموړي همداراز له سعودي عربستان سره د واشنګټن پر امنیتي ژمنو د پاتې کېدو ټینګار کړی دی.

روبیو د سعودي عربستان د خپل ځان د دفاع حق ته په اشارې سره، په یمن کې روان تحولات د «د حوثیانو د بریدونو په غبرګون کې ځوابي برید» بللي او ویلي یې دي: «حوثیانو پر سعودي برید وکړ او ګواښ یې رامنځته کړ؛ موږ له سعودي سره هوکړې او امنیتي ژمنې لرو او پر هغو به ژمن پاتې شو.»

یوه امریکايي چارواکي هم الجزیرې ته ویلي چې سعودي عربستان د خپل هوايي حریم د دفاع او د حوثیانو ضد ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا له هوايي سونګ‌رسونې وړتیاوو څخه کار اخلي.

د دغه چارواکي په وینا، شاوخوا ۲۰۰ امریکايي سلاکاران د سعودي عربستان د پلان جوړونې په مرکزونو کې فعالیت کوي او سعودي ځواکونو ته د هدفونو د پېژندنې په برخه کې مشورې ورکوي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه د یمن د جګړې اړخ نه دي او واشنګټن په دې هېواد کې کومه مشخصه موخه نه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button