نړۍ
سپوتنیک: له ۱۵۰۰ ډېرې اوکرایني ښځینه سرتېرو د جنسي سرغړونو په اړه شکایتونه کړي دي
د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د اوکراین د امنیتي خدمتونو د عمومي ادارې د لومړي مرستیال رییس ته منسوب یوه لیک په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د اوکراین په وسلهوالو ځواکونو کې ښځینه سرتېرو د پوځي قضايي مراجعو ته یو زر او ۵۳۹ غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
د راپور له مخې، په دغو غوښتنلیکونو کې د جنسي آزادۍ او مصئونیت اړوند جرمونه، له پوځي مقرراتو بهر اړیکې، او د افرادو د شرف او حیثیت پر وړاندې جرمونه مطرح شوي دي.
سپوتنیک وايي، د دغه لیک انځور د «سایبر برکوت» هکري ډلې دې خبري اژانس ته سپارلی دی؛ خو د دغه لیک کرهوالی او اصالت او په کې وړاندې شوې شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.








