سیمه

د ایران د پوځ ویاند: د توغندیو واټن او چټکتیا به زیاته شي

د ایران د پوځ ویاند محمد اکرم‌نیا ویلي، چې دغه ځواک د خپلو توغندیو د واټن او چټکتیا د زیاتولو پلان لري او د وروستۍ جګړې تجربې ښودلې چې د پوځ توغندیز ځواک باید پیاوړی شي.

اکرم‌نیا زیاته کړې، چې د ایران له ساحلونو څخه د دښمن ځواکونو د شاوخوا زرو کیلومترو په واټن کې د ځای پر ځای کېدو له امله به د توغندیو واټن زیات شي.

هغه همداراز ویلي، چې د توغندیو د چټکتیا او د هغوی د دقیق هدف ویشتلو د وړتیا د زیاتولو په برخه کې د پام وړ اقدامات شوي او د پوځ راتلونکي نسل توغندي به له لا ډېرو وړتیاوو څخه برخمن وي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36802

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button