نړۍ

د ایتوپیا او اریتریا ترمنځ کړکېچ؛ د افریقا په ښکر کې د جګړې د پراخېدو وېره

د ایتوپیا په تیګرای سیمه کې تازه نښتو او د ایتوپیا او اریتریا ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو، د افریقا په ښکر کې د یوې سیمه‌ییزې جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپورونه ښيي چې ایتوپیا او اریتریا د سیاسي او پوځي کړکېچ یوې نوې مرحلې ته ننوتي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې جګړې د رسمي اعلان په اړه کوم باوري راپور نه دی خپور شوی.

اریتریا د اکتوبر په لومړۍ نېټه له ایتوپیا سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې؛ دا اقدام وروسته له هغې وشو چې ایتوپیا په اسمره کې خپله سفارتخانه وتړله او ۱۰ اریتریايي ډیپلوماتان یې وایستل.

په تیګرای کې هم د ۲۰۲۲ کال د سولې هوکړې له له منځه تلو وروسته نښتې زیاتې شوې او د تیګرای ځواکونو او د ایتوپیا د فدرالي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده؛ ایتوپیا اریتریا د مخالفو وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنه کړې، خو اسمره دغه تورونه رد کړي دي.

د سره سمندرګي پر ساحل د اریتریا موقعیت او سمندر ته د ایتوپیا د لاسرسي او د عصب بندر پر سر اختلافات، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي؛ هممهاله، د افریقا په ښکر کې د سیمه‌ییزو او له سیمې بهر د قدرتونو سیالي هم کولای شي د دې کړکېچ پر پراخوالي اغېز وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button