نړۍ
د امریکا پوځ په کارابین سمندرګي کې د یوې بېړۍ په برید کې څلور کسان ووژل
د امریکا پوځ اعلان کړی چې په کارابین سمندرګي کې د یوې بېړۍ پر وړاندې په تازه برید کې څلور کسان وژل شوي دي؛ امریکايي چارواکي ادعا کوي چې له دغې بېړۍ څخه د نشهيي توکو د قاچاق لپاره کار اخیستل کېده.
دغه برید د ټرمپ د حکومت د هغې مبارزې په چوکاټ کې ترسره شوی چې د هغو کسانو پر وړاندې روانه ده چې واشنګټن یې د نشهيي توکو قاچاقبران او «نارکوتروریستان» بولي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، له دغه برید سره په مجموعي ډول په ۷۰ عملیاتو کې چې د امریکا پوځ د بېړیو پر وړاندې ترسره کړي، د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۳۵ تنو ته رسېدلی دی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








