په ترکیه کې د داعش سره د اړیکو او د دغه ډلې د مالي تمویل په تور ۵۱ کسان نیول شوي
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په ۱۶ ښارونو کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ کسان له داعش سره د اړیکو او د دغه ډلې د مالي تمویل په تور نیولي دي.
دغه عملیات په اډانا، اديامان، بالیکسیر، بورسا، دیاربکر، دوزجه، ادیرنه، غازي عینتاب، ایغدیر، قیصري، ماردین، مرسین، نوشهیر، سینوپ، شانلي اورفا او زونګولداک ښارونو کې ترسره شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په وینا، په نیول شویو کسانو کې یو شمېر د داعش غړي وو او د اړوندو کسانو او د خیریه بنسټونو په نوم د فعالیت کوونکو ادارو له لارې یې د دغه ډلې مالي ملاتړ کاوه او په ټولنیزو شبکو کې یې هم د داعش په ګټه تبلیغات کول.
ترکیې په وروستیو کلونو کې په کور دننه او بهر د داعش او نورو وسلهوالو ډلو پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړي دي؛ د ترکیې چارواکي وايي چې د ترهګرو ډلو د فعالیت او مالي تمویل د مخنیوي لپاره به دغه هڅې دوام ولري.







