سیمهنړۍ

عراقچي: که پوځي مخامخ کېدل وشي، د ایران ځواب به تر تېر وخت لا پیاوړی وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، په تهران کې له سفیرانو او د بهرنیو هېوادونو د استازولیو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، که د دغه هېواد دښمنان یو ځل بیا د پوځي مخامخ کېدو لاره غوره کړي، ایران چمتو دی چې «تر تېر وخت لا پیاوړی» ځواب ورکړي.

عراقچي زیاته کړې چې ایران هم د خپل ځان په دفاع او هم د دیپلوماتیک حل د موندلو په برخه کې جدي دی او که د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي، د سیاسي حل د ترلاسه کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره چمتو دی.

نوموړي د هرمز تنګي په اړه هم ویلي چې تهران د دغه تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره خپل شرایط په څرګنده توګه مطرح کړي او دغه شرایط یې له هغو ژمنو سره تړلي بللي چې امریکا باید یې ومني.

عراقچي ټینګار کړی چې که مقابل لوری پوځي لاره غوره کړي، ایران به د تېر په پرتله په لا ډېر چمتووالي له ځانه دفاع وکړي او که ډیپلوماسي غوره شي، تهران لا هم د خبرو اترو د دوام لپاره چمتو دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button